د افغانستان د خلکود جهاد او مقاومت له ارز ښتونو د ساتلو د بهیر د مشر ډگر جنرال دین محمد جرأت ژوند لیک
ډ ګر جنرال جرأت په ۱۳۴۰هجری لمریزکال کې د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ د درخیلو په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې نړی ته سترکې وغوړولې. لومرنی زده کرې یې د رخې په لیسه کې سرته ورسولې اوترهغه وروسته د ابوحنیفه په عالی مدرسه کې شامل شو او خپلې منځنۍ زده کړې یې په همدې مدرسه کې پایته ورسولې. ښاغلی دین محمد جرأت د ابوحنیفې مدرسې څخه له فارغېدو وروسته په ۱۳۵۶ هجری لمریز کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو. د شریعاتو پوهنځي کې شمولیت یې د ۱۳۵۷کال د کمونستانو له کودتاه سره په یوه وخت کې وشو. لکه چې ټولو ته ٍّڅرګنده ده ، د غوایی د اوومې کودتاچیانو له اسلام او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره دښمني درلوده چې له اسلام سره دهغوی دا څرګنده دښمنی ددي لامل شوه چې تر ټولو دمخه دینداره کورنۍ اوپه ځانګړې توګه متدین وګړي دهغوی د دښمنی نښه وګرځي.
د ښاغلی ډګر جنرال دین محمد جرأت پلار ارواښاد قاضی بسم الله جرأت نومیده چې په فضل الهی مشهورؤ. د دوی محترم پلار د پنجشیر له پیژندل شویو څیرو او قاضیانو او دعوتگرو کسانو څخه شمیرل کیده چې دهیواد له دینی او روښنفکري کړیوسره یې نږدې اړ یکي در لودې. قاضی بسم الله جرأت په ۱۳۵۷ کال زموږ له سلگونوتنونورو هیواد والوسره یوځای د کمونست رژیم له لوري ونیول شو او زندان ته واستول شو. نوموړی په لومړي ځل درې میاشتې په زندان کې تیرې کړې اوبیا خوشې شو خو له بده مرغه څه موده وروسته بیرته د رژیم له خوا ونیول شو او په ۱۳۶۲ کال کې په ډیره بېرحمی سره د څرخي پله په یولیګون کې دنوموړي رژیم له خوا شهید کړای شو.
جنرال جرأت هم په ۱۳۵۸ کال هغه مهال ونیول شوچې د رژیم عمالو مجاهدین له پنجشیردری نه په شا کړل ،خولا ډېر وخت نه ووتېر چې مجاهدینو و کړای شول په یوه چټکه حمله کې پنجشیر بیرته د رژیم له منگولونه آزاد کړي.
جنرال دین محمد جرأت یوڅه موده په زندان کې تیره کړه خو له خوشې کیدو سره سم بیرته دپنجشیر جبهی ته دجهاد صفونو ته ورستون شو. د ۱۳۶۶کال تر پایه له مجاهدینوسره اوږه په اوږه وجنګید چې په جبهه کې دننه ترډېره په دفاعي اوامنیتی چاروبوخت ؤ.
څه موده وروسته جنرال جرأت د جهاد د مشری په لارښوونه پنجشیر د پیښورپه نیت پریښود، هغه وکړای شول د وخت نه په ګټې اخیستنې په پیښورښارکې د جمعیت اسلامي د پولیسو په اکاډمۍ کې شامل شي او په بریالیتوب سره يي پای ته و رسوې. د زده کړی تر پای ته رسولو وروسته د جمعیت د امنیتی ادارو مسؤلیت وروسپارل شو او څه موده وروسته يې د مؤقت حکومت د اولمپیک د رییس په توگه دنده سرته ورسوله.
جنرال جرأت د مجاهدینو له بریا سره سم له نورو مجاهدینو سره یوځای کابل ته راغی او د کورنیو چارو وزارت ته معرفی شو، همدا مهال هغه د پولیسو د انتظامی ځواکونو د مرستیال په توګه وټاکل شو چی پنځه کاله یې دا دنده سرته ورسوله. نوموړی همدا مهال له وخت نه په ګټی اخیستنی سره وکولای شول په اتلسو میاشتو کی د پولیسو پوهنځی پای ته ورسوی.
جنرال جرأت د طالبانو له خوا د کابل له نیول کیدو وروسته پنجشیر ته ولاړ او د احمد شاه مسعود په حکم د ټولو
آزادو شویو سیموامنیتي مسؤلیت وروسپارل شو چی د طالبانو پروړاندې د مجاهدینو د عمومی قوماندان ملی قهرمان احمدشاه مسعود تر شهادت پوری یې دا دنده پرمخ بوتله .
آزادو شویو سیموامنیتي مسؤلیت وروسپارل شو چی د طالبانو پروړاندې د مجاهدینو د عمومی قوماندان ملی قهرمان احمدشاه مسعود تر شهادت پوری یې دا دنده پرمخ بوتله .
جنرال جرأت د طالبانو تر سقوط وروسته د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم او پولیسو د قواوو د عمومی رییس په توګه وټاکل شو او دوه کاله پردی دنده پاتی شو. دغه راز نوموړی د مجاهدینو د ځواکونو ، علماوو، معززینو او خلکو په وړاندیز د پنجشیر د خلکو د عالی شورا د رییس په توګه وټاکل شو. هغه وکړای شول د دی شورا اړیکی د ټولو ولایاتو له شورا ګانو سره ټینګې کړي. همدا رنګه په دی موده کی دجمهور رییس د لومړي مرستیال د امنیتی مشاور ، ترهغه وروسته څه موده د سرحدونو چارو وزارت د مرستیال دنده هم سرته ورسوله .
نوموړي په ۱۳۹۳ کال دیو خپلواک لوري په استازیتوب جمهوری ریاست ته د ډاکتر محمد اشرف غنی له نوماندی نه ملاتړ وکړ چی دا ملاتړ د (تغییر او تحول) د جبهی په بریا کې اغیزمن ؤ . نوموړی اوس په دفاعی او امنیتی چارواکی د جمهور رییس د ستر سلاکار په توګه دنده سرته رسوي. د یا دولو وړ ده چی نوموړی د جهادی او ملی احزابو د عالی شورا د دوهم معاونیت دنده هم پر مخ بیا یې .
جنرال جرأت په خیریه چارو کې بیلابېلې خدماتي او ټولنیزی چارې هم سرته رسولي دي چې د شهیدانو او بیوزلو له کورنیو، د جوماتونو ، مدرسو ،ورزشی او علمی مرکزونو سره د مرستو په برخه کې یې هيڅکله هم خپلې هلې ځلې نه دي سپمولي.
جنرال جرأت په ۱۳۹۴ کال کی دهیواد د یوشمیر نخبه ګانو سره د ګډو هلو ځلو په پایله کی د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت ارزښتونو د ساتلو بهیر په جوړلو اقدام وکړ . چی تر اوسه یی د مشری دنده پر غاړه لری .
دغه بهیر د یو شمیر همفکره هیواد پالو یارانو په مرسته او ملګرتیا د انساني او دیني ارزښتنو د دفاع په خاطر د مجاهدینو تر منځ د یوه ګډ بستر په توګه جوړشو. د بهیر دنده د هیواد د وتلو افرادو د انسجام تر څنګ هیوادوالوته د ټولنیزو خدماتو د وړاندی کولو او فرهنګي فعالیتونو پرمخ بیول دي . (بهیر) هڅه کوي له اوسني پړاو څخه په تیریدو نوی حالت ته ورننوځی اود یوه فعال سیاسي او ټولنیز جریان په توګه دهیواد والو په وړاندی خپل لازم نقش سرته ورسوي او د لوی خدای (ج) په مرسته هیواد د جهاد د عالي ، فرهنګي ، انساني او دیني ارمانونو په لاره کې د پرمختګ وروستي پړاوته ورسوي.
نظرات
ارسال یک نظر